کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیت شورا پخواني ویاند تواب غورځنګ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس , 28 سرطان 1399 ساعت 8:11

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند تواب غورځنګ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.



د روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح پرون د یاد خبر په تائید سره پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې تواب غورځنګ نن جمعه د زړه حملې له امله ساه ورکړې ده.
ښاغلي مجروح لیکلي:"نن ورځ د افغانستان یو ځوان مستعد او ژمن کادر د «زړه حملې» له امله له لاسه ورکړه."
تواب غورځنګ د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي وې او د ملي امنیت شورا د ویاندوي ترڅنګ یې پر بېلابېلو دولتي پوسټونو کار کړی و.
ښاغلی غورځنګ څو کاله مخکې د خوست په ولایت د امریکا غږ اشنا راډیو تلویزون خبریال هم و.
تواب غورڅنګ د خوست ولایت اوسېدونکی او مخکې تر دې چې دولتي دندې راته شي له بېلابېلو رسنیو سره یې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه.
هغه د امنیت شورا تر ویاندويي مخکې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ویاند په صفت دنده تره کول.
که څه هم نوموړی د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت کې د څه وخت لپاره دنده نه لرل، خو په دې وروستیو کې په ټرانسپورټ وزارت کې پر دندې باندې ګمارل شوی و.
د افغانستان د سمیه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم د تواب غورځنګ مړینه تائید کړې او په دې اړه یې خواشیني ښودلې ده.
یادې ادارې په دې اړه یوې اعلامیې کې ویلي:"خدای بخښلي غورځنګ د زړه د حملې له امله له تېرو دريو ورځو راهيسې د کابل په يوه روغتون کې له مرګ سره پنجې نرمولې.اروا یې ښاده او پر ګور یې رڼا."
د تواب غورځنګ خسر زاهد شاه انګار هم پر خپل فېسیوک پاڼه لیکلي چې هغه درې ورځې مخکې د زړه حملې له امله د کابل رایل روغتون کې بستر شو.
نوموړي زیاته کړې چې "دوه ځلې یې عملیات وشول، خو د خدای رضا داسې وه چې نور به تواب غورځنګ له موږ سره نه وي."
د ټولنیزو رسینو ګڼو کارونکو د تواب غورځنګ پر مړینې خواښیني ښودلې ده.


د مطلب کود: 214767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214767/د-امنیت-شورا-پخواني-ویاند-تواب-غورځنګ-ورپېښې-ناروغۍ-له-امله-ساه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com