دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 214775
ملګرو ملتونو د پاکستاني طالبانو رهبر د بندیزونو لېست کې شامل کړ
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) رهبر یې د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.
ور ولي محسود د هغو اشخاصو او کمپنیو په لېست کې شاملېږي چې شتمني یې کنګل کېږي، پر سفر او د وسلو پر لرلو یې بندیز دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل: "د تحریک طالبان پاکستان پر مشر نور ولي محسود بندیزونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سره سم د پاکستان له‌خوا عملي کېږي."
د امنیت شورا د بندیزونو یوې کمېټې پرون جمعه محسود د یو لړ اعمالو او فعالیتونو د تمویل، پلانولو، اسانتیا برابرولو او ترسره کولو په تور، د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.
ویل شوي ده دغه اعمال او فعالیتونه د هغو اشخاصو په نوم، استازیتوب او ملاتړ کړي چې له القاعده ترورېستي شبکې سره ارتباط لري.
وروسته له هغې چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی مشر مولانا فضل‌الله د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت په افغانستان کې د امریکا د یوې هوايي حملې له کبله ووژل شو، نور ولي محسود د دې ډلې د مشر په توګه ونومول شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbzab5srhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته