د طالبانو په رهبرۍ کې بدلونونه راغلي چې يو يې هم د پوځي د مشر په توګه دملا د عمر زوی ملا محمد يعقوب ګمارنه ده.
څارونکي د ټول افغاني خبرو لپاره دا د طالبانو د جديت يوه نښه بولي.
د ملا عمر زوی د طالبانو پوځي مشر ټاکل شوی
28 سرطان 1399 ساعت 10:05
د طالبانو په رهبرۍ کې بدلونونه راغلي چې يو يې هم د پوځي د مشر په توګه دملا د عمر زوی ملا محمد يعقوب ګمارنه ده.
څارونکي د ټول افغاني خبرو لپاره دا د طالبانو د جديت يوه نښه بولي.
ملا محمد يعقوب چې يو دېرش کلن دی، د پوځ د مشر په توګه او د طالبانو په مذاکراتي ټيم کې هم يو شمېر څېرې ور اضافه شوي دي.
د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو په ډله کې د دې بدلونونو موخه پر سیاسي او پوځي برخو لا ډېر کنترول په ګوته شوی.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ملا محمد یعقوب د سیاسي حل لارې پلوی دی خو نوموړي له مهمو موقوفونو څنګ ته ګړای شوی و.
د مطلب کود: 214779