دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 214782
بغلان ولایت کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
د بغلان ولایت امنیه قومندان پر تعقیبي موټر د ماین چاودنې له کبله درې تنه ټپيان شول. ددې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت زمونر خبريال ته وویل، ياده پېښه نن د دغه ولايت مرکز پلخمري ته پر غځېدلې لار رامينځته شوې.
نوموړي زياته کړه، چې وسله والو د دغې لارې په اوږدو کې يوه کړۍ ماين ځای پر ځای کړی وو، چې د امنيه قومندان د تعقيبي کس محمد ويس صميمي پر موټر يې چاودنه کړې.
د بشارت په خبره په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي او یو پولیس ټپیان شوي دي.  د دولت وسلوالو مخالفینو تر اوس د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcjoxe88uqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته