د دغه ولايت ولایتي چارواکي وايې، تیره شپه وسله والو طالبانو د خوږیانو ولسوالۍ د جهادي لېسې په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې پرمهال يې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي.
چارواکی زیاتوی چې په ځوابیه برید کې لسګونو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. بل لور ته وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس