دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 214787
بغلان کې د امنیه قومندان په ګډون ۵۳ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او دوه افسرانو په ګډون ۳۵ تنه دولتي دولتي عسکر، پولیس او نور دولتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او د لوجستیک آمر امین الله او دوه نورو افسرانو: ضابط محمدبیان او څارنوال عبدالله په ګډون ۵۳ تنه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان ورته تسلیم شوي، چې د طالبانو لخوا یې هرکلی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ نیټه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او دولتي عسکرو او منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده له عامې بښنې وروسته طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په تیرو درې نیمو میاشتو کې امنیه قومندانانو، وکیلانو او نورو چارواکو او عسکرو په ګډون زرګونه دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي، تیره جون میاشت هم شاوخوا ۹۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وود طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او د لوجستیک آمر امین الله او دوه نورو افسرانو: ضابط محمدبیان او څارنوال عبدالله په ګډون ۵۳ تنه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان ورته تسلیم شوي، چې د طالبانو لخوا یې هرکلی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ نیټه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او دولتي عسکرو او منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده له عامې بښنې وروسته طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په تیرو درې نیمو میاشتو کې امنیه قومندانانو، وکیلانو او نورو چارواکو او عسکرو په ګډون زرګونه دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي، تیره جون میاشت هم شاوخوا ۹۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.
 سرچینه: شمشاد
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdceve8wfjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته