دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 214789
له ایرانه د افغانانو اېستنه او د کورونا دویمې څپې په اړه اندېښنې
د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مسوولین وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ورځ کې څه باندې یو زره او ۵۰۰ افغان کډوال په اجباري توګه له ایرانه راشړل کېږي. دغه بنسټ وايي چې له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل کم شوي. خو په ایران کې د کورونا ویروس دویمه څپه خوره شوې ده. په افغانستان کې کورونا ویروس له هغه کس څخه ولېږدېده چې هغه له ایران څخه هېواد ته راستون شوی و. 

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس جاوېد نادم وايي:«د کووېډ 19 د کچې له ټیټ والي وروسته، دغه شمېر کم شو او د ورځې کابو زر تر ۱۵۰۰ کډوال هېواد ته راننوتل.»
په داسې حال کې ده چې، په هېواد کې د کورونا ویروس لومړي څپې ډېر کسان اخته کړي؛ خو د هرات د عامې روغتیا ریاست د ایران له لارې د کورونا ویروس د دویمې څپې له خپرېدو اندېښنه ښودلې ده.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وویل:«له سکن سره - که چېرې وغواړې په ټوله نړۍ کې ناروغۍ پیدا کړې نتیجه نه ورکوي، خو کله چې روغتیايي تعلیمات ورکوي او خبرتیا ورکوي، په واقعیت کې خلک د کورونا له ګواښ ته متوجه کوي.»
له دې سره سم، د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، په دې تړاو په اسلام کلا بندر کې جدي تابیاوې نیول شوې دي.
د هرات د والي مرستیال غلام داوود هاشمي څرګنده کړه:«هغه کډوال چې راستنېږي د هغوی د ښه راغلاست طریقه ښه ده او له هغوی سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا مرستې کېږي.»
په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه، څه باندې ۱۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راغلي دي.
https://avapress.com/vdcg7t9xyak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته