دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 214792
د امریکا دماډرن تاریخ ترټولوفساد ګر ولسمشر
د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ جدی انتخاباتي ډيموکراټيک سیال جوزف بایډن ټرمپ خپلو خپلوانو ته د ګټه رسونې لپاره له خپلو اختیاراتو د ناوړې استفادې په دلیل د دغه هیواد دماډرن تاریخ تر ټولو فساد ګر ولسمشر بللی دی .
جو بایډن پخپل ټولنیز پیغام کې . په نومبر کې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې دبیا ټاکل کیدا په باب ډونالډټرمپ ته دخپل انتخاباتي ټيم دپخواني سلاکار راجر سټون دسزا دبخښنې لپاره له خپلو اختیاراتو څخه دناسمې استفادې په باب جدی خبرداری ورکړی دی .
همدرااز د امریکا د ډيموکراټيک ګوند نورو لوړپوړو مشرانو هم د سټون د بخښنې دحکم دصادریدا په غبرګون کې خبرداری ورکړی ، د راجر سټون په بخښلو کې د ټرمپ چلند د مافیا د مشر په څير دی .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر دخپلو کرغیړنو اقداماتو په دوام کې یو ځل بیا په دغه هیواد کې په توکمپالنې او مریّتوب باندې اعتراض کونکي پاریدلی خلک د بند په سزا ګواښلي دي . ډونالډټرمپ بیګا یوځل بیاخبرداری ورکړی،هرڅوک چې د امریکا د تاریخي آثارو ، مجسمو او دفیډرل حکومت نورو شتمنیو ته دتاوان رسولو هڅه کوي ، وبه نیول شي او په لس کلن بند به محکوم شي .
داپه د اسې حال کې دي چې په درستې امریکا کې د دغه هیواد دتوکمپال او مریّتوب دنظام په ضد په پنځمې اونۍ کې هماغه راز د لسګونو زره خلکو مظاهرې دوام لري او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر کسان دتوکمپالنې په ضد په مظاهرو کې د امریکا دتوکمپالو پولیسو او امنیتی مامورانو په ځيږو او بوږنونکو وحشي اقداماتو کې خپله وینه توي نه کړي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaoynuu49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته