دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 214802
روسیه: د کورونا ضد واکسین ته نږدې شوي یو
 د کورونا ضد واکسین ته نېږدې شوې ده روسي چارواکو تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د دوی د درملو جوړولو شرکت په دې بریالۍ شوی چې کورونا ضد درمل جوړ کړي . دیمیتري پسکوف وایي د درملو وروستۍ څېړنې بریالۍ ثابتې شوي او پایله یې هم بریالۍ ده. دی وایي له دې معلومیږي چې مسکو د کورونا ضد واکسین ته نږدې شوې ده.

پسکوف د دې واکسین بریالۍ ازموینې او غوښتونکو ته په اشارې زیاته کړې، چې روغتیا پالان به له یو شمېر نورو څېړنو او پوره ډاډ وروسته د دې واکسین په تولید پيل کوي. روسیي چارواکي وایي ، که څه هم په دې هيواد دکورونا دویمه څپه راغلې خو بیاهم پيښې مخ به کمېدو دي.
د معلوماتو له مخې روسه د نړۍ له هغو هېوادونه ده چې د کورونا راتګ سره یې پر خپلو خلکو  سخت بندیزونه ولګول او همدا لامل دی چې هلته د کورونا ویروس د نورو هېوادونو په څېر نه دی خپور شوی.
https://avapress.com/vdccx0qii2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته