دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 214803
روغتیا وزارت: نن ټولو ولایتونو ته تنفسي دستګاوې لېږو
د عامې روغتیا وزارت وایي، سر له نن شنبې به ټولو ۳۴ ولایتونو ته د تنفس د ۵۰۰ دستګاوو د وېش لړۍ پیل شي. د روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یادو دستګاوو په تړاو به نن شنبه د روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړي.
 دغه ۵۰۰ دستګاوې په وروستیو کې پيرل شوې دي او نن به يې د هېواد د ټولو ولایتونو روغتونونو کې ووېشي.
د تنفسي دستګاوو موضوع وروسته له هغه لانجمنه شوه چې په هېواد دننه یوې رسنۍ تېره میاشت راپور ورکړی و او ادعا یې کړې وه چې روغتیا وزارت سره د نورو هیوادونو له خوا د مرسته شویو دستګاوو څخه یې ۳۲ د تنفس دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي، خو روغتیا وزارت دغسې څه رد کړي و.
سرچينه : روغتیا وزارت: نن ټولو ولایتونو ته تنفسي دستګاوې لېږو
https://avapress.com/vdcdzo0xsyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته