کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: که چا د ملي 'دسترخوان' پیسو کې فساد وکړ له پښو نه یې ځړوم

د صدای افغان خبری آژانس , 28 سرطان 1399 ساعت 13:39

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که هر چارواکي د «ملي دسترخوان» پروګرام پیسو کې فساد وکړ له پښو نه به یې راوځوړي.


ښاغلي غني نن شنبه جولای۱۸(چنګاښ۲۸) په ارګ د حکومت لخوا د «ملي دسترخوان» پرګرام پرانیستلو مراسمو کې وویل چې داسې اطلاعات ورسېدلي چې یو شمېر ولسوالانو هڅه کول، د دغه پروګرام یوه برخه پیسې دوی ته ولاړې شي.
نوموړي زیاته کړه چې دا کار نه یوازې له بېوزلو سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره خیانت دی.
ولسمشر غني چارواکو ته د ګواښ په ډول وویل:"له یو څو ځایونو راته خبرتیا رسېدلې وه چې یو شمېر ولسوالانو غوښتل چې یوه برخه د پیسو دوی ته ولاړه شي،که مخ مي دي ولیده له پښو نه مو ځړوم. د بېوزلو له پیسو نه چې څوک ورته ګوري چې خپل جېب کې کېږدي،دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره هم خیانت دی."
هغه وویل چې افغان حکومت په پوره توان سره په دغه برخه کې د فساد مخنیوي ته ژمن دی او زیاته یې کړه، که چیري په دې برخه کې فساد وشي د نورم او ستندرد ادارې د رئیس کسیه به تکرار کړي.
د نورم او ستندر ادارې مشر او یو شمېر نور چارواکي تیره اونۍ په ادارې فساد کې د لاس لرلو له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.
ښاغلي غني همدارنګه وویل چې خلکو سلګونه مجرمین پيژندل او زیاته یې کړه چې د وزارتونو په شعبو کې د مجرم لیدل د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.
نوموړی زیاته کړه چې مجرمین «محسوساً» د ولسي جرګې د غړو اولادونه دي.
ولسمشر غني وویل:"د وزارتونو په اطاقونو کې د مجرمینو لیدل د افغانستان د ملت سپکاوی دی،مجرمین محسوساً د پارلمان د محترمو غړو زامن دي،موږ او پلار یې باید لومړی مسؤل وي چې زامن یې... غله او برید کوونکي نه دي.هر څوک چې داسې اولاد تربیه کوي له ملت څخه دي بخښه وغواړي."
هغه زیاته کړه چې حکومت په پوره قاطعیت سره خپل پروګرام پلي کوي او هر څوک چې ډزې وکړي په جزا به ورسیږي.
ولسمشر غني له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د «ملي دسترخوان» پرانیستلو پروګرام کې دا څرګندونې پر داسې مهال کولې چې تیره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع وویل چې د ولسي جرګې د یوې غړې زوی چې په «عقاب تخار) مشهور دی د عامه نظم د اخلال او ډزو په تور نیولی دی.


د مطلب کود: 214817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214817/غني-چا-د-ملي-دسترخوان-پیسو-کې-فساد-وکړ-له-پښو-نه-یې-ځړوم

آوا
  https://www.avapress.com