د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستاني طالبانو مشر نورولي مسید د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.
ملګري ملتونه وایي، نورولي مسید به د هغو اشخاصو او کمپنیو په لېست کې شاملېږي چې شتمني به یې کنګل کېږي او پر سفر او د وسلو پر لرلو به یې بندیزونه لګېږي. په دغه لېست کې اوس مهال ۲۶۱ کسان او ۸۹ تنظیمونه یا ډلې شاملې دي.