دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 214848
پر صادراتو د کویډ۱۹ اغېز؛ افغانستان کې د زعفرانو بیه راټیټه شوې
د افغانستان د زعفران کارانو ملي ټولنه وايي، د کرونا ویروس له خورېدو سره زعفران چې د افغانستان سره ژر هم ورته وایي، پخوانی بازار نه لري.


د دغې ټولنې په خبره سږکال شاوخوا اته ټنه زعفران نورو هېوادونو ته صادر نه شول.
زعفران کاران وایي، په وروستیو څلورو میاشتو کې د صادراتو بازارونه د افغانستان د زعفرانو پر مخ تړلي وو چې له دې سره د زعفرانو د زرګونو پروسس کوونکو او کاروباریانو کارونه په ټپه ودرېدل.
د افغانستان د زعفران کارانو د ملي ټولنې مشر بشیر احمد رشیدي له آزادي راډیو سره په خبرو کې د زعفرانو د یو شمېر پروسس کوونکو شرکتونو د بازار د کمېدو په اړه اندېښنه وښوده.
رشیدي زیاتوي: "ډاډه یم چې په څه باندې درېیو میاشتو کې هېڅ ډول صادرات ونشول، دا کار اوس هم دوام لري او د صادراتو کمی لیدل کېږي، زموږ صادرات عربي هېوادونو، اروپا او امریکا ته کېږي، خو څومره چې موږ تمه درلوده چې روان کال باید صادر شوي وای، له بده مرغه موږ نه درلوده، اصلي لامل کویډ ۱۹ ناروغي وه، له هرې لارې چې وې باید د زعفرانو د پروسس کوونکو شرکتونو ملاتړ وشي، څو له اقتصادي ماتېدو وژغورل شي."
د هرات زعفران کاران سردار آغا او نثار احمد د زعفرانو د حاصل ټولولو پر مهال د ښو مارکېټونو هیله درلوده، خو اوس وایي، د زعفرانو بیه څه باندې څلویښت سلنه ټیټه شوې ده.
سردار آغا وویل: "پروسږکال مو هر کیلو زعفران له ۵۰ تر ۶۰ زرو افغانیو پلورل، سږ کال موږ له دیوالي کېدو سره مخامخ یو او له دولت څخه غواړو چې ملاتړ مو وکړي."
نثار احمد وايي: "دولت باید د زعفران کارانو ملا وتړي او د پروسس او دغه راز د محصولاتو لپاره یې په نړیواله کچه بازار ومومي."
په دې وروستیو کې د زعفرانو ودې د هرات په ښار او ولسوالیو کې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د کار کولو یوه هیله رامنځته کړې وه، خو د صادراتو په نه شتون سره به هغه میرمنې چې په دې برخه کې په کار بوختې وي، هم پر کور کیني.
 
د افغانستان د لویدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره مریم جامي الاحمدي وایي چې د نارینه وو پرتله ښځو د زعفرانو د صادراتو په کموالي کې ډېر زیان لیدلی دی.
هغه زیاتوي: "​ټولي هغه میرمنې چې زعفران یې درلودل او له خپلو ځمکو څخه یې چې محصولات اخستي وو، په مجموعي ډول درې سلنه وتوانېدلي خپل زعفران وپلوري، د نورو زعفران پاتې دي او زیانمنې شوي دي."​
هرات د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي.
د دې ولایت د کرنې ریاست مسئولین وړاندوینه کوي چې په روان کال کې د دې ښار د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنه وي.
د دې ریاست د پلان مدیر عتیق الله رومل خبرداری ورکوي چې که د زعفرانو صادرات بیا پیل نه شي، بیه به یې ډېره راټیټه شي.
رومل زیاتوي: "اوولس ټنه محصول چې له هرات څخه لرو، ډېری یې صادر شوي نه دي، یعنې په وروستیو پنځو یا شپږو میاشتو کې چې د کرونا ویروس خپور شو، اصلاً زعفران صادر شوي نه دي، اوس اروپایي او عربي هېوادونو ته یې صادرات ورو ورو پیل شوي دي، که د تېر کال زعفران صادر شي، نو په مارکېټونو کې تقاضا شته او که مارکېټ مشبوع وي، د راتلونکو فصلونو لپاره ګمان نه کوم چې ښه مارکېټ ولرو."
اوسمهال د افغانستان یو کیلو زعفران تر څلویښت زره افغانیو په لږ بیه خرڅېږي.
هند د افغانستان د زعفرانو تر ټولو لوی پېرېدونکی دی او د افغان زعفرانو څه باندې اتیا سلنه دغه هېواد ته صادرېږي.
دمګړی د کرونا ویروس له کبله نورو هېوادونو ته د زعفرانو د صادرولو د بیا پیلېدو کوم څرک نشته، خو زعفران کاران د خپلو زیانونو د بېرته راګرځولو په هدف په دې هیله او هڅه دي چې د محصولاتو د مارکېټ لپاره یې زمینه برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc00qi42bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته