کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورم او سټنډرډ کې فساد؛ 'غیرمعیاري توکي د بډو په بدل کې واردېږي'

29 سرطان 1399 ساعت 8:29

د پانګونې او سوداګرۍ خونه د نورم او سټنډرډ په ملي اداره کې د فساد  پر شتون نیوکه کوي.
د دغې خونې یو غړی وايي چې د دغې ادارې کارکوونکي د بډو پر اخیستو اجازه ورکوي چې هېواد ته غیرمعیاري توکي وارد شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بډو اخیستو په تور د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې مشر، یوه مرستیال او یوه مدیر ونیول شول او لویې څارنوالۍ ویلي چې د نورم او سټنډرډ ادارط رییس د بډو اخیستو پر مهال نیول شوی دی.




پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وویل:«هر څوک چې دغې ادارې ته راغلی خپل جېب ته یې فکر کړی نه خلکو ته. زموږ کوم کار سټنډرډ دی؟ کله چې له بندرونو وپوښتل شي، هلته د دغې ادارې استازی شتون لري، یوازې خپل جېب ډکوي او موږ د دغې ادارې اغېزه نه وینو.»
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي چې د نورم او سټنډرډ د دغو درې تنو دوسیه تر څېړنې لاندې ده:«دوسیه یې د څارنوالۍ تر څار او څېړنې لاندې ده. د یادولو وړ ده چې د پیسو اصلي غوښتنه د دوه سوه زره ډالره دي»
افغانستان ډېری توکي له بهره واردوي؛ له هغې ډلې درمل هم .
ډاکټران هم وايي چې، پر وارداتي سوداګریزو توکو او په ځانګړې توګه پر درملو او نورو خوراکي توکو د څارنې نشتون د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د کابل د عامې روغتیا رییس خوشحال نبي زاده څرګندوي:«د مسوولیتونو وېش زما په اند په خوراکي خوندیتابه کې ننګونه ده. د افغانستان په مارکېټونو کې لازمه ده چې د خوراکي خوندیتابه لپاره یو بنسټ مسوولیت ولري.»
کابل کې ډاکټر عبدالحمید عالمي هم وايي:«ډېری وخت د دې شاهد یوو هغه درمل چې افغانستان ته واردېږي - په ځانګړې توګه خوراکي توکي - د هغوی استفاده کولای شي خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کړي.»
د روڼتیا څار بنسټ وايي، افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ناکامه دی او په دې برخه کې ننداریز کارونه کوي.
د افغانستان د څاربنسټ غړی ناصر تېموري څرګنده کړه:«له فساد سره دمبارزې په برخه کې د حکومت وروستي اقدامات د هغه کنفرانس تر اغېزې لاندې دي چې تر راتلوونکو څلورو میاشتو به په جېنوا کې د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستو د جلب په پار جوړېږي.»
هېوادوال هم د وارداتي سوداګریزو توکو د کیفیت د نه څارل کېدو له امله نیوکه کوي او وايي چې، اړوندو مسوولینو د غیرمعیاري سوداګریزو توکو راوړلو ته د اجازې په ورکړې سره د مېلیونه هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.


د مطلب کود: 214856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214856/نورم-او-سټنډرډ-کې-فساد-غیرمعیاري-توکي-د-بډو-په-بدل-واردېږي

آوا
  https://www.avapress.com