دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 214882
کاپیسا: له ۶۱ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
 ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې تر دې دمه په کاپیسا ولایت کې ۶۱۸۵۸ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.
یاد وزارت ویلي؛ له دې شمېر څخه؛ ۵۷۳۰۳ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۴۵۵۵ جریبه یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
https://avapress.com/vdcaaynuu49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته