دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 214883
پکتیکا: د دوه تعلیمي او صحي پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د یو ښوونځي او یو CHC کلنیک رغنیزې چارې پیل کړې دي.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د منځني ښوونځي ودانۍ په ۶۴۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړېږي.
همدارازCHC روغتیايي مرکز په ۵۳۹ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۴ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه د جوړېدو په حال کې دی.
د روغتیايي مرکزنو، ښوونځیو او دولتي ادارو لپاره د ودانیو جوړول او همداراز د ټولګټو پروژو تطبیق د ښارجوړلو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی.
https://avapress.com/vdcbwab5frhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته