کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس , 29 سرطان 1399 ساعت 10:30

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په کابل ښار کې څو ګوښي اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.


یاد کسان د کابل ښار په پینځمې، لسمې، پینځلسمې، شپاړلسمې، اولسمې او نولسمې ناحیو کې د وسله والو غلاو، ژوبلې، د موبایل غلا، باج اخیستنې، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، د وسایطو غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
له دې کسانو څخه یو عراده کرولا ډوله موټر، درې میله وسلې او یوه قبضه برچه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز یو عراده ټانکر ډوله موټر چې تر دې مخکې په پروان کې غلا شوی و، د کابل ښار د نولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترلاسه او څښتن ته یې سپارل شوی دی.


د مطلب کود: 214886

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214886/کابل-کې-۱۶-تنه-د-جنايي-جرمونو-په-تړاو-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com