دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 214893
د زابل د نوبهار امنیه قومندان د ماين چاودنه کې ووژل شو
د زابل ولايت ‌سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دې ولایت د نوبهار ولسوالۍ امنیه قومندان صاحب‌جان د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ ولسوال وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دې ولسوالۍ د امنيه قومندان صاحب‌جان موټر په نوبهار ولسوالۍ کې د سړک غاړې پر ماين ور برابر شو.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې څلور نور پولیس ټپيان شوي هم دي. تر دې مهاله د دې پېښې مسووليت کومې وسله‌والې ډلې يا شخص پر غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې وړاندې ډېری دغه ماينونه د وسله‌والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي دي.
https://avapress.com/vdcco0qi12bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته