د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمود ارین خامه پرس ته وویل، لومړی ساتنمن دریاخان نن سهار وختي یوې امنیتي يوستې ته چې د طالبانو تر برید لاندې وه، د مرستې لپاره ور روان و چې په لاره کې یې هاموي ټانک پر ماین برابر شو.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه کې د سروبي ولسوالي امنیه قومندان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.
که څه هم تر دې مهاله د دې چاودنې پړه کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو ډېری وخت د سړک غاړې ماینونه د وسلهوالو طالبانو له لوري ځای پر ځای کېږي.