دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 214903
ورزشي خبريالانو د کريم صادق ستاينه وکړه
د ننګرهار ورزشي خبريالانو سپين غر هوټل کې د کرېکټ د ملي لوبغاړي کريم صادق ستاينه وکړه.
د غونډې سمبالوونکی خيرالله پرهر و، هغه چې ختيځ کې ورزشي خبريال دی.
نوموړی وايي، يادې غونډې درې برخې درلودې چې تمثيلې پارچې، د کريم صادق په اړه د خلکو تاثرات او مشاعره هم شامله وه.
د کرېکټ ملي لوبغاړي کريم صادق چې تازه يې د کرېکټ سره مخه ښه کړې له ځايي خبريالانو او خلکو مننه وکړه چې ده سره مينه وښوده.
په دغه غونډه کې د کرکټ مینه والو، مبصرینو، چارواکو او د ملي ټیم غړو افتاب عالم او شبیر نوري هم ګډون کړی و.
https://avapress.com/vdce7e8wxjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته