کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: هوټلونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه

29 سرطان 1399 ساعت 12:18

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د اصنافو او هټیوالو خونې مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال پرېکړه وکړه چې په دې ولایت کې دې د هوټلونو مسؤلین وقایوي برخې په عملي کولو سره هوټلې پرانیزي .
د دې ولایت د اصنافو او هټیوالو خونې مشر عزیرالرحمن عرب او هوټلونو مسؤلینو د هوټلونو د پرانیستې اړوند وړاندیزونو د شریکولو وروسته د ننګرهار ولایت سرپرست تمیم عارف مومند پرېکړه وکړه چې وقایوي برخې په مراعت کولو سره به په دې ولایت کې له نن څخه هوټلونه پرانیستي وي .



هغه زیاته کړه:
«د هوټلونو مسؤلین به د زر تنو پر ځای اووه نیم سوه تن په تالارونو کې کینوي،د یو ځل کاریدونکو لوخو څخه به استفاده کوي،د لاس وینځلو برخې به فعاله ساتي،یو میز ته به د لس تنو پر ځای پنځه تنه کیني،کارکوونکي به د ساتنې په ځآنګړې لباس کې کار کوي او په کم وخت کې به مراسم پای ته رسوي .»
ښاغلي عارف هیله وښوده چې د یادو هوټلونو په پرانیستلو سره به بې روزګاره شویو زرتنو ته د هوټلونو کارکوونکو ته بېرته کاري فرصتونه برابر شي .
په یاده لیدنه کې چې ولایت مقام کې ترسره شوه، پرېکړه وشوه چې د ټاکل شویو شرطونو سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره کیږي .


د مطلب کود: 214905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214905/ننګرهار-هوټلونو-ته-د-فعاليت-اجازه-ورکړل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com