دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 214926
څېړونکو د کورونا ویروس شپږ بېلابېل ډولونه د هغو تېزوالي ته په کتو پېژندلي دي. ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی چې څېړونکو پر هغو کسانو څېړنه کړې چې پر کورونا ویروس اخته وو او تر نورو ډېر د مرګ خولې ته نږدې شوي وو او د دغه ویروس ډولونه یې پېژندلي دي.

د مصنوعي هوش سافټویر په وسیله د زرګونو نمونون تجزیه او تحلیل د نښو بېلابېل ډولونه ښودلي چې په ترتیب سره یې د تېزوالي کچه هم ډلبندي کړې ده.
سردرد او د بویولو حس له لاسه ورکول په شپږو ډولونو کې شته، خو نورې نښې بیا یې متفاوتې دي.
د لندن د کېنګز کالېج پوهانو موندلې چې د کورونا ویروس پر شپږ ډول اخته کسان د لومړۍ ډلې د اخته کسانو په پرتله نږدې لس برابره ډېر تنفسي مرستې ته اړتیا لري.
دا موضوع د پام وړ ده؛ ځکه پر دغه ډول ویروس اخته کسان په اغلب ډول له لومړنیو نښو یوازې څو ورځې وروسته ګواښوونکي پړاو ته رسېږي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ګرځي.
د نوې ډلبندۍ سېسټم اسانه کړې، هغه کسان چې د کورونا ویروس پر وروستي ډول اخته دي، باید ژر په نښه شي، څو ډاکټرانو ته د ژر اقدام لاره هواره شي.
https://avapress.com/vdcj8xe8muqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته