دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 214971
عبدالله او کرزي پر سولې بهير او د سياسي هوکړې پر عملي کېدو خبرې وکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي پخلاينې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ليدنه کې دواړو لورو د سولې پر بهير خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزي او عبدالله، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو پر تبادلې، د بين الافغاني خبرو پر ژر پيلېدو او د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سياسي هوکړې پر عملي کېدو خبرې کړې دي.
حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او يو شمېر نورو سياسي مشرانو تر ټاکنو وروسته د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني په جوړجاړي کې مهم رول لوبولی وو.
داسې ګنګوسې خپرې شوې چې يو ځل بيا د نوو ګمارنو پر سر د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ ځينې مخالفتونه راټوکېدلي، ښايي د عبدالله عبدالله او حامد کرزي د ليدنې اصلي هدف هم همدا وي او ښاغلي عبدالله په دې تړاو له پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرستې غوښتنه کړې وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjaxe8vuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته