کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د خرما حاصلات زیات شوي ـ الکو

د صدای افغان خبری آژانس , 30 سرطان 1399 ساعت 11:10

د هلمند د کرنې او مالدراۍ ریئس وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د خرما په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.


زلمي الکو نن دوشنبه جولای۲۰(چنګاښ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د خرما ونې په مسلکي ډول القاح او ښاخبر شوي چې ورسره حاصلات یې هم زیات شوي دی.
ښاغلي الکو همدارنګه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د خرما د بڼونو بزګرانو ته هم په دې برخه کې د خرما د ونو د پالنې او روزنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
الکو وویل:"له نېکه مرغه د کرنې ریاست د هلوځلو په پایله کې د مګړۍ د خرما ټول القاح شوي ونې ښه مېوه نیولې او ورځ تر بلې یې بدنې وده هم په ښه کېدو ده."
د ښاغلي الکو په خبره د کرنې، او اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په روان مالي کال کې پلي کیږي چې په وینا یې پربنسټ به یې د خرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د دوي له برنامو څخه یو هم د خرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي چې وايي، دغه وزارت بڼوالو ته د خرما ونو د کرکېلي لارې چارې ښیي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړ کړي دي..
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.


د مطلب کود: 214980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214980/هلمند-کې-د-خرما-حاصلات-زیات-شوي-الکو

آوا
  https://www.avapress.com