دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 214986
پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او اړيکو پر پراخولو ټینګار وکړ
د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي له افغانستان سره د تېر په څېر خپله سوداګري بېرته پراخه کړي او له دې هېواد سره خپلې اړيکې هم ښې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل ټوېټر ويلي، د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د افغاستان او پاکستان تر منځ د سوداګريزو بندرونو او پولو بندېدو د دواړو هیوادونو سوداګري زیانمه کړه.
هغه هيله څرګنده کړې چې د کرونا وایروس دویمه څپه خپره نه شي او يو ځل بيا د دواړو هیوادونو سوداګري ورسره زيانمنه نه شي.
نوموړي زیاته کړې، تمه لري چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري بېرته وده وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ په هر برخه کې اړیکې لا پراخې شي.
هغه د واګه بندر پرانیستې ته په اشارې ټينګار کړی، چې دغه بندر به د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د سوداګرۍ برخه کې ګټور ثابت شي.
که څه هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې يوازې د کرونا وايروس له کبله بنديزونو ته اشاره کړې، خو په وروستيو څو کلونو کې د دې هېواد له لوري وخت ناوخت د بندرونو بندولو او پاکستان ته د افغانانو لپاره د وېزې جبري کولو د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري سخته زيانمنه کړې.
داسې ښکاري چې اوس پاکستان دغسې څه درک کړي او هڅه کوي بېرته خپلې تېروتنې جبران کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfcjd0vw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته