کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان: د ۱۲ کيلومتره سړک جوړونې چارې پيل شوې

30 سرطان 1399 ساعت 11:48

دا پروژه په ۴۸۲ ورځو کې تطبیقیږي، او په ترڅ کې به یې په ورځني ډول ۴۰ نه تر ۶۰ ماهر او غیر ماهر کارکوونکي پر کار بوخت وي.



د کليو پراختيا وزارت وايي، په بغلان کې د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲.۲۳ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو.
د وزارت راپور کې راغلي:
«د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارجوړونې ملي پروګرام له لوري دبغلان ولایت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲.۲۳ کیلومتره سړک د پخولو او اوبو وتلو د لارې د جوړولو کار پیل شو.»
دا پروژه په ۴۸۲ ورځو کې تطبیقیږي، او په ترڅ کې به یې په ورځني ډول ۴۰ نه تر ۶۰ ماهر او غیر ماهر کارکوونکي پر کار بوخت وي.
د یاد سړک په جوړیدو به د سیمې د اوسیدونکو ډیری ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او کرنیز توکي به یې ژر بازار وړاندې کیږي.
باید ووایو چې دا پروژه له بنو تر پلحصاره د۲۴.۱۳ کیلومتره سړک د پروژې دویم فاز دی چې مخکې پیل شوې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې وه.


د مطلب کود: 214990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214990/بغلان-د-۱۲-کيلومتره-سړک-جوړونې-چارې-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com