دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 214993
کونړ: زده کوونکو لپاره یو لوی چمن جوړ شو
د کونړ په مرکز کې د څه باندې ۴۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت په ۷۰۰ متره مربع ځمکه چمن جوړ شو ذ یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ یاد چمن د UNDP په مالي مټ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د مرکز اسعد اباد په لچګلي سیمه کې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ په ۷۰۰ متره مربع انګړ کې جوړ شوی، چې د قطرې اوبه خور سستم اسانتیاوو ترڅنګ پکې سلګونه زینتي بوټي هم کېنول شوي دي.

د کونړ سرپرست والي ډاکتر ګل محمد بیدار د چمن پرانیستې په مهال وویل خوښ دی چې د انسټیټیوټ د ودانۍ جوړېدو ترڅنګ زده کوونکو ته د لوستلو او تفریح لپاره مسوون چاپیریال رامنځته شو.
نوموړي د شرکت له مسوولینو یې مننه وکړه چې په خپل بې سارې زیار یې یادې سیمې ته ښکلا وربښلې ده.
سرچینه زیاتوي؛ په دغه مراسیمو کې چې د پوهنې رئیس او یو شمېر نورو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه، د چمن په جوړېدو یې د خوښۍ څرګندولو سربېره له ولایت مقام وغوښتل چې د یادې سیمې سرسبزۍ لپاره نور اړین ګامونه واخلي.
https://avapress.com/vdcdno0xsyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته