دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 214994
پر مشهد يرغل او د هرات فتحه،

د ١٧٤٩ کال په پيل کې احمد شاه بابا د هيواد لوېدېځې برخې ته لښکر ولېږل، اميرخان عرب چې د هرات حاکم وه، د خلکو د غوښتنو په خلاف يې دروازې وتړلې، وروسته له هغه چې د دوراني لښکرو برېدونه پيل شول خلکو د درويش علي خان هزاره په مشرۍ د ميرخان په وړاندې پاڅون وکړ، هرات د احمدشاه بابا په لاس خلاص شو، او د هرات حکمراني يې درويش خان ته وسپارله، او اميرخان عرب هم اعدام شو، د هرات له نېولو وروسته احمدشاه بابا په مشهد حمله وکړه، او د تربت جام سياه لښکر يې وځپل، شاهرخ هم تسليم شو، او مشهد د احمد شاه بابا په واسطه ازاد شو، احمدشاه بابا د نادر افشار د نيکويو او درناوي پخاطر د خراسان حکمراني بېرته شاهرخ ته پرېښوده، شاهرخ چې د دراني امپراتور احمدشاه بابا لوى ښه والى ولېده، دا لاندې بېت يې پخپل مهر کې ولېکه يا وتراشه،
يافت از الطاف احمد پادشاه
شاهرخ بر تخت شاهي تکيه ګاه
نورالله لارودي چې د( نادر پسر شمشير کتاب) لېکوونکى ده، د مشهد د بريا په اړه داسې لېکي:
له اخ ډب وروسته جعفر بيګ نومى چې د خراسان د کردانو له مشرانو څخه وه، له مير عالم چې د تازيانو مشر وه سره هم لاسى شو، يوسف علي يې ونېو او وې واژه، او شاهرخ يې بندخونې ته واچاوه، خو له څو ورځو وروسته يې پخپل منځ کې اختلافات راغلل چې د جعفر بيګ د مړينې سبب شو، او څنګه چې ميرعالم جعفر بيګ له منځه وې وړ، په مشهد کې يې حمکراني پيل کړه، پدې وخت کې احمد خان ابدالي دورانى چې د افغانستان پاچاهي ته رسېدلى وه، او په ټول افغانستان يې لاس رسى پيدا کړ، څنګه چې د ايران د بې نظميو او د شاهرخ د نېولو څخه خبر شو، د افغان ابدالي لښکرو سره په خراسان حمله وکړه، او د ميرعالم تازي ځواکونه يې له مشهد دباندې سخت مات کړ، او ميرعالم پدې جګړه کې ووژل شو، وروسته افغانانو مشهد کلا بند او له اخ ډب وروسته يې هغه ځاى ونېو، وروسته له دې چې احمدشاه بابا مشهد ته ننوت شاهرخ يې پر تخت کېناوه، د لښکرو له مشرانو څخه يې ټړون واخېست چې د شاهرخ له فرمان څخه سرغړونه ونکړي، او خپله يې د څو ورځې دمه کولو وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو۔
https://avapress.com/vdceoe8wejh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته