دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 214997
سعودي د حج مراسمو کې د ګډون‌کوونکو قرنطين پيل کړ
سعودي عربستان د حج په مراسمو کې د ګډون‌کوونکو اووه ورځنی قرنطين پيل کړ او ټاکل شوې سږ کال د دې هېواد لږ شمېر وګړي د حج مراسمو کې ګډون وکړي.
په نړۍ کې د کرونا وايروس خپرېدو سږ کال په سعودي عربستان کې د حج مراسم هم اغېزمن کړل او سعودي اعلان کړی چې سږ کال به تر ۱۰ زرو کم کسان چې هغه هم د سعودي عربستان وګړي دي، په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
سعودي عربستان دغه راز د حج مراسمو کې ګډون‌کوونکو ته ځانګړي اصول هم اعلان کړي دي چې له مخې به يې ټول حاجیان ماسکونه تړي، يو بل ته به د څه له ورکړې ډډه کوي او زم‌زم اوبه او خواړه هم په يو ځل مصرف کڅوړو کې وېشل کېږي.
د حج مراسمو کې هر کال د نړۍ مېليونونه کسان ګډون کوي، خو په معاصره دوره کې د لومړي ځل لپاره د حج مراسم د دومره لږ وګړو په ګډون سره ترسره کېږي.
https://avapress.com/vdchwkniq23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته