دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 214999
پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ولایت ۲۹ توغندي را غورځولي ـ چارواکي
د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني مېلشو یو ځل بیا د دغه ولایت پر شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي را غورځولي دي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن دوشنبه جولای۲۰(چنګاښ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د کونړ شلتن ولسوالۍ په چوګام او نورو سیمو ۲۹ توغندي ویشتل شوي دي.
نوموړی وايي، توغندي په شاړو ځمکو لګېدلي او د سر زیان یې نه دی اړولی.
د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس پاکستاني ملېشو د تیرې جمعې په ورځ د کونړ د مرکز اسعد اباد په ګډون د مرورې او سرکاڼو ولسوالیو پر ځینو سمو هم توغندیز بریدونه کړي و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې شنبې په ورځ وویل چې په دغو بریدونو کې ۸ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې وه چې د یو بېړني دیپلوماتیک اقدام په ترڅ کې پر کونړ ولایت د پاکستان راکټي بریدونه بند شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې شنبې په ورځ ویلي و چې د یادو راکټي بریدونو په اړه اندېښنه یې په کابل کې د پاکستان سفارت او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.
پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم وايي، د دوی څېړنو له مخې د کونړ پر مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ پر ځينو سیمو د پاکستاني ځواکونو د توپچي (هاوان)۱۲ مرمۍ لګېدلي دي.
دغه کمېسیون پرون یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په یادو بریدونو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو لخوا د راکټونو راویشتل غندلي او په دې اړه یې د اندېښنې په ښودلو له افغان حکومت څخه د جدي اقدماتو غوښتنه کړې ده.
یاد کمېسیون ویلي چې تیر کال هم پر کونړ د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي و.
پاکستاني چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjhxe8huqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته