کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې افغانستان او ایران ته خپلې الوتنې وځنډولې

30 سرطان 1399 ساعت 14:32

د ترکیې بنسټونو او ترانسپورټ وزارت د کرونا ویروس خپرېدو له کبله یې افغانستان او ایران ته د الوتنو د لغو اعلان وکړ.



د یاد وزارت یوې خبرپاڼه کې تېره ورځ(یکشنبې د چنګاښ په ۲۹مه نېټه) راغلي دي:«ایران او افغانستان ته د کرونا ویروس د خپرېدا مخنیوي په موخه الوتنې د حکومت لخوا لغو شوې دي.»
همداراز د شنبې په ورځ سرچینو طلوع نیوز ته وویل چې د ترکیې حکومت پرېکړې له مخې افغانستان ته د یاد هېواد ټولې الوتنې لغو شوې دي.
کام ایر، اریانا او د ترکیې هوايي لیکو افغانستان او ترکیې ترمنځ الوتنې درلودې.
نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، هوايي سکتور سخت اقتصادي زیان لیدلی دی، ځکه ډېرې الوتنې ودرول شوې.
ترکیه کې د کرونا ویروس له کبله تر اوسه ۵۴۹۱ تنه مړه شوي دي او له۲۱۹ زرو ډېر پرې اخته دي.


د مطلب کود: 215022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215022/ترکیې-افغانستان-او-ایران-ته-خپلې-الوتنې-وځنډولې

آوا
  https://www.avapress.com