دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 215032
له کابل نه ترکیې ته ټولې الوتنې لغوه شوې
له کابل نه ترکیې ته ټولې الوتنې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې لغوه اعلان شوي دي.
د افغانستان د هوایي چلند ادارې یک تلویزین ته ویلي چې دا پریکړه د ترکیې د هوايي چلند ادارې د دغه هیواد د روغتیا وزارت له سپارښتنې وروسته کړې ده.
د دې کار لامل افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ډیریدل او ترکیې ته د ویروس د خپریدو احتمال بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې له ترکیې نه کابل ته پروازونه دوام لري.
افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ۳۵۰۰۰ تنه پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcipwarrt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته