د ارګ راپور کې راغلي:
«د راپور تر اورېدو وروسته جمهوررئیس ټینګار وکړ چې خدمات باید معیاري او د پېرېدونکو ستونزې حل شي. هغه په دې بیانولو سره چې نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي او فساد سره جدي مبارزه وشي وویل، نظم او ډسپلین ته پاملرنه او د هوایي ډګر مسوول بنسټونه تفکیک شي، د متخلفو شرکتونو د غیر قانوني اقداماتو مخه ونیول شي او اضافي ادارې وپېژندل شي.»
جمهوررئیس د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر نوې رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د هوایي ډګر د ټولو فعالیتونو ارزونه وکړي او خپله اصلاحي طرحه د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
په پای کې، جنرال سید عمر صبور جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر اصلاحي برنامه به په هر اړخیز ډول تطبیق شي.