کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: په يوه بريد کې اته پوځيان وژل شوي

31 سرطان 1399 ساعت 8:51

«پرون له غرمې وروسته یوه ځانمرګي بریدکوونکي چې چاودیدونکي توکي یې په یوې لارۍ موټر کې ځای په ځای کړي وو د میدان وردګو ولایت د «سیداباد» ولسوالۍ د جغتو د دوراهۍ په سیمه کې د ملي اردو د موټرو په یوه کاروان برید ترسره کړی دی، چې متاسفانه په دغه ترهګریز برید کې د ملي اردو اته سرتیري په شهادت رسیدلي او نهه نور ټپیان شوي دي.»



د افغانستان دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، ميدان وردګ ولايت کې د يو بريد پر مهال د ملي پوځ اته سرتېري وژل شوي دي او نهه نور ژوبل شوي دي.
اعلاميه کې راغلي:
«پرون له غرمې وروسته یوه ځانمرګي بریدکوونکي چې چاودیدونکي توکي یې په یوې لارۍ موټر کې ځای په ځای کړي وو د میدان وردګو ولایت د «سیداباد» ولسوالۍ د جغتو د دوراهۍ په سیمه کې د ملي اردو د موټرو په یوه کاروان برید ترسره کړی دی، چې متاسفانه په دغه ترهګریز برید کې د ملي اردو اته سرتیري په شهادت رسیدلي او نهه نور ټپیان شوي دي.»
د ملي دفاع وزارت رهبري د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او له لایزال رب نه شهیدانو ته د جنت الفردوس استدعاء او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې شفاء غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 215056

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215056/دفاع-وزارت-په-يوه-بريد-کې-اته-پوځيان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com