د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، نن له غرمې وروسته د ميدان وردک ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موټريز کاروان د موټربم بريد له کبله د ملي اردو ۱۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دفاع وزارت ويلي، چې دغه پېښه |له غرمې وروسته د سيداباد ولسوالۍ د جعتو دوراهي په سيمه کې وشوه.