کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

واشنګټن کې یوه وسله‌وال ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

31 سرطان 1399 ساعت 9:23

د امریکا متحدو ايالتونو پلازمېنه واشنګټن کې یو وسله‌وال کس په عامو خلکو ډزې کړې چې لسو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، نن سهار یو وسله‌وال کس د واشنکټن ښار په شمال لوېدیځه سیمه کې پر خلکو ډزې کړې چې په پایله کې یې یو تن وژلی او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.



د واشنګټن پولیس وایي، وسله‌وال د پېښې له ځایه تښتېدلی، خو په وینا یې پولیس یې د نیولو په لټه کې دي. تر اوسه د پېښې علت نه دی معلوم شوی.
د یادولو ده، چې د امریکا مینیاپولیس ایالت کې د پولیسو له لوري د یو تور پوستې تر وژل کېدو وروسته د امریکا له تر ټولو امن ځایونو هم د ورته پېښو راپورونه ورکول کېږي.


د مطلب کود: 215065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215065/واشنګټن-کې-یوه-وسله-وال-۱۰-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com