کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرېکټ شل اووريز نړيوال جام راتلونکي کال ته وځنډېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1399 ساعت 8:21

د کرېکټ نړيواله شورا وايي، په رسمي ډول يې د کرېکټ شل اووريز نړيوال جام راتلونکي کال ته وځنډاوه.


ټاکل شوې وه، د کرېکټ شل اووريز نړيوال جام د روان کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې په اسټراليا کې ترسره شوی وای، خو د کرونا وايروس د خپرېدو له کبله راتلونکي کال ته وځنډول شو.
د کرېکټ د نړيوالې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ نړيوال جام به د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې ترسره شي او دغه راز به د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ شل اووريز نړيوال چې ټاکل شوې وه، په هند کې ترسره شي، په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې ترسره شي.
دا په تېرو څو مياشتو کې يوه مهمه او جنجالي مسئله وه، ځکه تر دې مهاله اسټراليا د دې جام د کوربه‌توب لپاره د کرونا وايروس د لا خپرېدو له وېرې تیاری نه و ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرېکټ د اسيا جام هم راتلونکي کال ته وځنډول شو.


د مطلب کود: 215067

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215067/د-کرېکټ-شل-اووريز-نړيوال-جام-راتلونکي-کال-ته-وځنډېد

آوا
  https://www.avapress.com