ټاکل شوې وه، د کرېکټ شل اووريز نړيوال جام د روان کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې په اسټراليا کې ترسره شوی وای، خو د کرونا وايروس د خپرېدو له کبله راتلونکي کال ته وځنډول شو.
د کرېکټ د نړيوالې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ نړيوال جام به د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې ترسره شي او دغه راز به د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ شل اووريز نړيوال چې ټاکل شوې وه، په هند کې ترسره شي، په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې ترسره شي.
دا په تېرو څو مياشتو کې يوه مهمه او جنجالي مسئله وه، ځکه تر دې مهاله اسټراليا د دې جام د کوربهتوب لپاره د کرونا وايروس د لا خپرېدو له وېرې تیاری نه و ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرېکټ د اسيا جام هم راتلونکي کال ته وځنډول شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)