دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 215068
اروپايي ټولنه: بين‌الافغاني خبرې دې ژر تر ژره پيل شي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالد کوبيا وايي، بين‌الافغاني خبرې دې ډېرې ژر پيل شي او هېڅ مسئله يې بايد د ځنډېدو لامل نه شي.
کوبيا پر خپل ټوېټر ليکلي، د نورو زندانیانو ازادېدل او اوربند هغه مسئلې دي چې ښايي تر هر څه وړاندې پرې خبرې اترې وشي.
ټاکل شوې وه، بين‌الافغاني خبرې روانه مياشت پيل شي، خو د ۶۰۰ طالب بنديانو د نه خوشي کېدو پر سر د افغان حکومت او طالبانو ناندرۍ او د تاوتريخوالي زياتوالی د دې لامل شول چې د بين‌الافغاني خبرو پيلېدل وځنډېږي.
افغان حکومت تر دې مهاله د طالبانو ۴۴۰۰ زندانیان ازاد کړي دي، خو طالبانو بیا شاوخوا ۸۰۰ زندانیان ازاد کړي دي، خو افغان حکومت وايي، هغه ۶۰۰ طالب زندانیان نه خوشي کوي، چې په درنو جرمونو کې ښکېل دي او طالبانو يې د نوملړ له مخې د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-mni623nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته