دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 215082
امنیتي چارواکي: کندهار او غزني کې تر ۵۰ زیات طالبان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي له تیرې ورځې راهیسې په کندهار او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په پایله کې تر ۵۰ زیات طالب وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تیره شپه غوښتل چېد تخته پل ولسوالۍ د تورو په سیمه کي پر پولیسو بریدوکړي چي د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو غبرګون په نتیجه کې۲۵تنه وسله وال ووژل شول.
وسله والو همداشان د ارغستان ولسوالۍ د شیخانو غونډۍ په سیمه کي هم پر پولیسو برید کړیچي د پولیسو د غبرګون په پایله کې‎ پنځه تنه برید کوونکيوژل شوياو دوه نور یي ټپیان شوی دي
په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو همدارنګه د معروف ولسوالۍ د تغړي په سیمه کي هم پر پولیسو برید کړی، چې پایله کې یې ۷ تنه وسله والوژل شوی او ۴نور یي ټپیان شوی دي.
د کندهار امنیې قومندانۍ ویلي چې دغو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
همدا ډول په ارغسان توغړه سیمه کي امنيتي ځواکونو په کمین کي لس وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي
سرچینه وايي په پېښه کي شپږ پولیس هم ټپيان سوي دي.
غزني
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي طالبانو تیره ورځ مازدیګر ناوخته د غزني مرکز اړوند د عاشقوالو 'آرزو کلا او کوچني آرزو' سيمو کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي.
د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده ویلي دغه بریدونه د هوايي ځواکو او توپچی انداخت په مرسته په شا تمبول شوي او په ترڅ کې یي عاشقوالو سیمه کې د حضرت خالد د ډلي ۴تنه وسله وال او همدارنګه د آرزو په مربوطاتو کې د وکیل او طلحه د ګروپ ۴تنه وسله وال وژل شوي او ۲تنه نور یي ژوبل شوي دي.
په دغو بریدونوکي د هغوی اړوند یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د غزني د والي ویاند ویلي په دې نښتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې، خو دوه تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
تمه وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي، خو ښکاري چې تاوتریخوالی لاپسې زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdjk0xxyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته