کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار امنیه قومانداني: پوځي عملیاتو کې ۴۴ طالبان وژل شوي

Afghan Voice Agency(AVA) , 31 سرطان 1399 ساعت 11:36

د کندهار امنیه قومانداني وايي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۴ وسله‌وال طالبان وژلي دي.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن سې شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "په یوه مورد کې چې په تخته پل ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په هوايي عملیاتو کې ۲۵ کسان وژل شوي دي."
د بارکزي په وینا د ارغستان ولسوالۍ د شېخانو غونډۍ او د معروف ولسوالۍ په ټغرې سیمه کې هم یو شمېر وسله‌وال له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې افغان ځواکونو ته په دې نښتو کې زیان نه‌دی اوښتی.


د مطلب کود: 215086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215086/د-کندهار-امنیه-قومانداني-پوځي-عملیاتو-کې-۴۴-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com