دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 215087
کرونا ویروس؛ درې تنه مړه شوي او ۱۱۲ مثتبې پېښې ثبت شوې دي
تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ویروس ۱۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او درې تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مالومات د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د چنګاښ په ۳۱مه نېټه) له رسنیو سره شریکې شوې، ښیې چې ښیې چې یاده موده کې ۷۶  تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۳۳۳ مشکوکې نښې کتل شوې دي.
اوسمهال هېواد کې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۲۳زره او ۷۳۹ ته ورسید او د ټولو مړو شویو کسانو هم ۱۱۸۶ ته ورسید.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۵ زره او ۶۱۵ ته رسیږي چې له ډلې یې ۱۰۶۹۰ یې فعالې دي.
د عامې روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښیې چې د کرونا ویروس خپرېدو راهیسې یې ۸۳زره او ۲۰۲ مشکوکې پېښې کتلې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivwaryt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته