دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 215096
د ناټو ملکي استازی: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زياتول د منلو نه دي
د شمالي اتلانتيک سازمان تړون يا ناټو وايي، د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زیاتېدل د منلو نه دي، ځکه افغانستان کې د سياسي جوړجاړي لپاره هڅې روانې دي.
د افغانستان لپاره د دې سازمان ملکي استازي سټيفانو پونټيکاروو له خامه پرس سره په ځانګړې مرکه کې وويل:
زه باید ووایم چې اوس مهال د سولې پر وړاندې اصلي خنډ د طالبانو له لوري د هيلو او توقع خلاف تاوتريخوالي زياتول دي.
نوموړي زياته کړه، د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زياتول د منلو نه دي، دوی د سولې د راتګ لپاره شرایط نه چمتو کوي. طالبان بايد په ډاګه کړي چې د سولې لپاره جدي دي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي زياته کړه، دا څرګنده ده، چې جګړه او خبرې پر يو وخت سره نه کېږي او دوی ګوري چې د دواړو لورو مرګ‌ژوبله ډېره شوې ده.
پونټيکاروو زياته کړه:
د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې د پياوړي کېدو په حال کې دي. پخوا هم دوی ډېر ښه وو، نو پر دې بنسټ طالبانو ته د جګړې ګټل ستونزمن دي. نو دوی ته ښايي چې تاوتريخوالی کم کړي او د سولې د خبرو لپاره فضا برابره کړي.
د پونټيکاروو په خبره، که وضعيت همداسې دوام کوي، افغان امنيتي ځواکونه، وسله‌وال طالبان او ملکي وګړي ټول په لوړه کچه مرګ‌ژوبله لري. د نوموړي په خبره:
لکه همداسې چې وايو، که تاوتريخوالی دوام کوي، ملکي وګړي مري او دا حالت ساده نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکې متحدو ايالتونو او وسله‌والو طالبانو د روان مېلادي کال د فبرورۍ په وروستیو کې د روانې ۱۹کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې تړون لاسلیک کړ چې هغه کې ډېر تمرکز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پر پيلولو شوی.
خو له هغه وروسته چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ۶۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو پر سر ناندرۍ ډېرې شوې، په افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتريخوالی زیات شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3warqt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته