د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په تخته پول ولسوالۍ کې پر وسلهوالو طالبانو د بهرنيو ځواکونو بريد کې ۲۵ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار امنیه قومندان تادين خان ويلي، وسلهوالو طالبانو د کندهار ولايت په تختهپل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريد وکړ چې وروسته بهرنيو ځواکونو پر طالبانو هوايي بريدونه وکړل او په پايله کې يې ۲۵ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د افغان خبری آژانس د راپورونو له مخې، طالبانو د کندهار په معروف ارغستان ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په ځوابي ډزو کې لس طالبان وژل شوي. يو شمېر امنيتي سرچينو ويلي، چې په دې دواړو پېښو کې ۸ پوليس هم وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د طالبانو او د امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د شوي تړون له مخې طالبان او امريکايي ځواکونه پر يو بل بريدونه نه کوي.