دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 215101
د کرکټ شل اوریز جام ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شو
دا شورا وایي، شوې پرېکړه یې د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف ترسره کړې ده. د سرچیني په خبره، د کرکټ مینه‌والو ته ښه خبر دا دی چې په دوو کلونو کې به د کرکټ لوبو دوه شل اوریز نړیوال جامونه وشي.

 لومړی جام به د ۲۰۲۱میلادي کال په اکتوبر میاشت کې او دویم جام به د ۲۰۲۲میلادي کال په ورته موده کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه، د افغانستان په ګډون ۱۴ نور هېوادونه د ۲۰۲۰ میلادي کال د کرکټ لوبو په شل اوریز نړیوال جام کې برخه واخلي، خو اوس د کویډ ۱۹ له کبله دا بهیر بل کال ته ځنډول شوی دی.
https://avapress.com/vdcfxtd0yw6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته