دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 215103
​​​​​​​د حضرت امام محمد تقی جواد علیه السلام شهادت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تسلیت وایو

هغه رب چې د مریم بچه حیا کړي 
او په غیږ کښې په خبرو يې عیسی کړي

هغه رب چې د زانګو ماشوم ګویا کړي 
 د یوسف حق کې یو طفل هم ګواه کړي

محمد تقی جواد امام نهم دی
هغه رب يې له هر عیبه مبرا کړي

هم هغه رب اولی الامر مقرر کړي
د اته کالو ماشوم له اولیاء کړي

امامت باید په حکم د الله وي
پرې خبر وي چې وفا کړي که خطا کړي

محمد تقی امام، جواد لقب دی
خو هر ټکی یو معنا جدا جدا کړي

د کریم او د جواد تر مینځ توپیر دی
له کریمه چې څوک وغواړي عطا کړي

خو جواد نه د غوښتو ضرورت نیشته
مال په لاس کې لټون خپله د ګدا کړي

قرآن غوښتې محبت د اهلبیتو
رحیم ځکه د هغه کور اقتدا کړي
https://avapress.com/vdchvmnix23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته