کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د ملکي تلفاتو ادعا؛ معترضینو د کابل-کندهار لاره تړلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1399 ساعت 13:55

د غزني لسګونو اوسیدونکو په دغه ولایت کې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې په غبرګون کې نن د کابل-کندهار لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړله.


دغو اعتراض کوونکو افغان حکومت او طالبان په دې تورن کړل چې په نښتو کې له استوګن‌ځایونو څخه استفاده کوي او له ولسي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.
دوی ادعا کوي چې تېره شپه د غزني د ښار اړوند د "آرزو" په کلي کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
معترضانو د ولسي وګړو جسدونه نن د غزني ښار د مارک میوې سیمې ته راوړل او د اعتراض په توګه یې د کابل-کندهار لاره وتړله.
د دغو اعتراض‌کوونکو له ډلې عبدالله مجید امریکا غږ ته وویل چې له څلورو میاشتو راهیسې په جګړه‌یز حالت کې دي او په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په نښته کې د طالبانو او حکومت له خوا د درنو وسلو د استفادې له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او دغه راز خلک له ویرې په خپلو کروندو کې کار نشي کولی.
د سمیع‌الحق په نوم بل اعتراض کوونکي پر افغان حکومت انتقاد وکړ او وې‌ ویل چې د بمباریو له امله څه باندې ۳۰۰ کورنۍ د خپلې سیمې پرېښودلو ته اړ شوي دي.
اعتراض کوونکو د آرزو په کلي کې د امنیتي ځواکونو د مرکزونو د ایستلو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ تر هغې چې د دوی ستونزې حل نه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د غزني سیمه‌ییزو چارواکو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د دغه ولایت د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د آرزو او عاشق‌وال په کلیو کې پر نظامي مرکزونو د طالبانو پراخ بریدونه په شا تمبول شوي دي.
په اغلامیې کې راغلي چې په دغه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.


د مطلب کود: 215109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215109/غزني-کې-د-ملکي-تلفاتو-ادعا-معترضینو-کابل-کندهار-لاره-تړلې

آوا
  https://www.avapress.com