دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 215115
د کلیو او پراختیا وزارت د نېږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۲ پروژو د پلي کولو تړونونه لاسیک کړل.
د کلیو د پراختیا وزیر مجیب‌الرحمن کریمي نن سې شنبه د تړونونو د لاسیک پر مهال وویل، د دغه ۲۲ پروژو په پلې کولو سره به یو شمېر کلیوالي سیمو ته د تګ راتګ لارې جوړې شي.
کریمي زیاته کړه، په یادو پروژو کې یوه یې هم د پامیر بدخشان لاره ده چې ۶۰ کیلو متره جوړه شوې او د ۴۸ کیلومتره نورې د جوړېدو تړون هم لاسلیک شوی چې په دې سره به د پامیر ولسوالي سړک د بدخشان له فیض اباد سره ونښلول شي.
نوموړي دغه راز  د ۱۰۰ هغو پروژو په تړاو چې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي هم رسنیو ته معلومات ورکړل.
هغه وایي، د دې لارو په جوړېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه راز به له کلیو ښارونو ته تګ راتګ هم اسانه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6mnum49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته