دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 215118
په غزني کې د هاوان مرمۍ دوه ملکي وګړي وژلي
د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده خبریالان ته وویل، د هاوان دا مرمۍ تېر ماذیګر په غزني ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له نامعلوم لوري توغول شوې ده. د نوموړي په خبره په دې نښته کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي. د جمعه زاده په خبره، نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو طالبانو په غزني ښار کې د امنتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcdfk0xjyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته