د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې افغان دولت د طالبانو د ليست له مخې ۵۹۰بنديان د خطرناکه جرمونو د ترسره کولو له امله نه خوشي کوي له همدې امله ضمير کابلوف ویلي چې د زندانیانو تر خوشي کيدلو وړاندي ناستې نتیجه نه ورکوي او نه هم دوی د ناستې کومه تابيا لري
د کابلوف په خبره، څو پورې چې د بندیانو د تبادلې پروسه نه وي بشپړه شوې د افغانستان په اړه هره ناسته او طرحه بې مانا ده.
د سولې بين الافغاني خبرو لپاره د طالبانو لومړی شرط د وړاندې سوي لیست له مخې د ټولو زندانيانو خوشي کول دي چې افغان دولت يې نه مني